د ډبرو بار لارې د تورخم له لارې پاکستان ته نشي تللی
May 30, 2022 08:05 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي له دې وروسته پر ډبرو سکرو بار لاریو ته د تورخم له لارې پاکستان ته د تګ اجازه نه ورکول کیږي.
د افغانستان د طالبانو د موقت حکومت دمالیي وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي داچې په افغانستان کې د تازه میوو موسم دی او په زیاته اندازه تازه میوې د تورخم ګمرک له لارې صادریږي نو د یادو میوو د خرابیدو او ترافیکي ګڼې ګوڼې د مخنیوي په موخه باید د ډبرو سکرو موټرو چلوونکي تر دې وروسته د پکتیا، خوست او پکتیکا د ګمروکونو له لارې دډبرو سکاره صادر کړي.
د تازه میوو صادروونکي د طالبانو د موقت حکومت د مالیې وزارت د دې اقدام ستاینه کوي او وایي هر کال د تازه میوو د صادراتو پر مهال د تورخم په بندر کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې له امله دوې له درنو مالي زیانونو سره مخامخ کیدل.
ټیګونه