افغانستان څخه د وسلو د قاچاق مخنیوی
د طالبانو د حکومت استخباراتي ځواکونو په ننګرهار کې د وسلو د قاچاق مخنیوی کړی دی.
زمونږ د خبریال له راپور سره سم، دننګرهار د استخباراتو ریس ډاکتر بشیر په یوه خبري ناسته کې وویل موظفینو یې په تیرو درې ورځوکې د تورخم په سرحدي ښارګوټي او ددې ولایت په بېلابېلو سیموکې خواوشاه څلویښت میله سپکې او درنې وسلې، مهمات او دیرش بوشکه یی ماینونه کشف او تر لاسه کړل. ډاکتر بشیر وویل په دې وسلو او مهماتو کې یوه اندازه یې له هیواده دباندې د قاچاق لپاره او یوه اندازه یې په تخریبي کړنو کې د کارولو په موخه چمتو شوې وه.
دننګرهار د استخباراتو ریس وویل ددې وسلو او مهماتو د لیږد او ساتنې په تور یې شپږ تنه نیولي چې د لومړنیو پوښتنو ګرویګنو او پلټنو وروسته به عدلي او قضایي ادارو ته وروپیژندل شي. دنوموړي پر وینا موطفینو یې هغه څلور عرادې موټرې هم نیولي چې دغه وسلې او مهمات پکې لیږدول کیدل.
واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې له هیواده دباندې د وسلو او مهماتو دقاچاق ګڼې پېښې رامنځته شویدي
په دې اړه له ننګرهار څخه زمونږ د خبریال راپور واورئ.