په غزني ولایت کې لسګونه بیلابېل ډوله وسلې نیول شوې دي
May 31, 2022 11:59 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د غزني ولایت امنیتي چارواکي وایي چې ځواکونو یې په تېرو (۱۵) ورځو کې په دې ولایت کې د بیلابیلو عملیاتو په ترڅ کې (۲۱) میله وسلې او یو شمېر نظامي وسایل کشف او نیولي دي.
د غزني د امنیې قوماندانۍ د تروریزم مدیر قاري منظور احمد مصعب وایي چې، په یادو وسلو او وسایلو کې (۴) میله کلاشینکوفونو، (۹) میله تفنګچې، (۵) میله کره بین، (۱) میل ښکاري ټوپک ، (۵) عدده نظامي دوربینان ، (۳) عدده کمرې او (۳) صندقه د پیکا مرمۍ هم شاملي دي.
د غزني دیاد امنیتي مسول په وینا چې ددې پیښې په تړاویې (۷) تنه مجرمین هم نیولي چې دوسیې عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.
د یادولو وړ ده چې په غزني کې تردې وړاندې هم امنیتي کسانو یو شمېر وسلي او نظامي مهمات نیولي وو .
ټیګونه