کاپیسا کښې د نفرایټ له معدنه استخراج پيل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i116688-کاپیسا_کښې_د_نفرایټ_له_معدنه_استخراج_پيل_شو
دغه کان د تګاب ولسوالۍ په والګي سیمه کې دی چې په ۳۰ هکتاره ځمکه کې موقعیت لري
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 01, 2022 03:06 Asia/Kabul
  • کاپیسا کښې د نفرایټ له معدنه استخراج پيل شو

دغه کان د تګاب ولسوالۍ په والګي سیمه کې دی چې په ۳۰ هکتاره ځمکه کې موقعیت لري

کاپيسا ولایت کښې د ځايي چارواکو په خبره، تازه په دغه ولایت کې د نفرایټو د یوه کان استخراج پیل شوی چې لسګونه کسانو ته به پکې د کار زمینه برابره شي.

د کاپیسا والي قاري احسان الله بریال ویلي دغه کان د تګاب ولسوالۍ په والګي سیمه کې دی چې په ۳۰ هکتاره ځمکه کې موقعیت لري.

د نوموړي په خبره ددغه کان د استخراج قرار داد د شپږو کلونو لپاره له یوه خصوصي شرکت سره شوی دی. سرچینه وایي چې پر دې کان به د کار پر مهال شاوخوا سلو کسانو ته په مستقیمه توګه د کار زمینه برابره شي.

له دې وړاندې هم په کونړ او ننګرهار کې د ځینو کانونو د استخراج چارې پيل شوې دي چې افغان حکومت وایي په دې سره به هم خلکو ته د کار زمینه برابره شي او هم به حکومت عاید ترلاسه کړي.