د ایران او د خوست ولایت چارواکو سلامشورې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i116900-د_ایران_او_د_خوست_ولایت_چارواکو_سلامشورې_وکړې
صدای افغان خبري اژانس وايي په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال خوست ولایت ته په سفر کولو سره د دغه ولایت له چارواکو سره د ملګرتیاو د زیاتولو په هکله د نظر تبادله وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 06, 2022 08:09 Asia/Kabul
  • د ایران او د خوست ولایت چارواکو سلامشورې وکړې

صدای افغان خبري اژانس وايي په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال خوست ولایت ته په سفر کولو سره د دغه ولایت له چارواکو سره د ملګرتیاو د زیاتولو په هکله د نظر تبادله وکړه.

د افغانستان د خوست ولایت د والي محمد نبي عمري په بلنه  ختیځ ولایت خوست ته چې تر څو  میاشتو پورې د افغانستان تر ټولو ناامنه سیمه وه  په افغانستان کښې د ایران د سفیر د مرستیال سید حسن مرتضوي لومړی سفر ډیره د پام وړ موضوع ده.

له دغه سفر سره په یووخت ایران د افغانستان د خوست او د پکتیا ولایت په څه د پاسه زرو اړمنو کورنیو بشر دوستانه خوراکي مرستې وویشلې.

خوست ته د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت د چارواکو په سفر کښې د دغه ولایت د تجارتي او د اقتصادي ظرفیتونو د لیدو په ترڅ کښې دواړو لورو په خوست ولایت کښې د ایران د تاجرانو د شتون او د تجارت د پراخولو د کار د پیلیدا په هکله بحث او خبرې وکړې او د خوست چارواکو د دغو اړیکو د  پراخولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.

د افغانستان ختیځې سیمې د ډیر واټن د لرلو او هلته د امنیت د نشتون په وجه تل د ایران د اسلامي جمهوریت او د افغانستان د راشه درشه په چوکاټ کښې له کوم مقام څخه برخورې نه وې خو په تیرو میاشتو  کښې د افغانستان ننګرهار او خوست ولایتونو ته د ایران د چارواکو دغه سفرونه د دې ښودنه کوي چې ایران په هراړخیزه او جدي کتنې سره په افغانستان کښې نوي ډيپلوماسۍ تعقیبوي.

دا په داسې حال کښې دي چې خوست ولایت ته د ایران د ډيپلوماټیک پلاوي له سفر سره په یووخت د دغه ولایت په خلکو باندې د ایران د خیرینو بشر دوستانه مرستې وویشل شوې .

له افغانستان سره د ایران د اسلامي جمهوریت د مومنانه مرستو په دغه پړاو کښې په خوست او پکتیا ولایت کښې له زرو(۱۰۰۰) بې وزله کورنیو سره د ایران مرستې وشوې.

په تیرو لسو میاشتو کښې د ایران اسلامي جمهوریت د افغانسان  له کابو پنځوس زره (۵۰۰۰۰)ضرورتمنو او اړمنو کورنیو سره مومنانه مرستې کړي دي.