په کابل کې چاودنه شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i116928-په_کابل_کې_چاودنه_شوې
د طالبانو حکومت وايي، په کابل ښار کې چاودنه عامو وګړو ته مرګژوبله اړولې ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 07, 2022 01:59 Asia/Kabul
  • په کابل کې چاودنه شوې

د طالبانو حکومت وايي، په کابل ښار کې چاودنه عامو وګړو ته مرګژوبله اړولې ده

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې تیره ورځ د څلورمې حوزې اړوندو سیمه کې په یو بایسکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله چاودنه رامنځته شوې ده.

د هغه په خبره، په دغه چاودنه کې یو شمېر کسان ټپیان شوي دي.

تراوسه پورې کومې ډلې د دې پېښې مسووليت نه دى منلى خو په وروستیو میاشتو کې د بلخ، قندز او کابل په شمول د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ټروریستي بریدونه زیات شوي دي چي اکثره اهل تشیع وګړو ته یې مرګژوبله اړولې ده.

که څه هم طالبان له واکمنېدو وروسته د داعش د ترهګري ډلي خطره جدي نه ګڼي خو اکثره د اهل تشیع په جوماتونو او تعلیمي مراکزو باندې د بریدونو مسئولیت داعش په غاړه اخیستی دی.