دافغانستان د طالبانو مخالفان واجب القتل دي
شفقنا خبري اژانس وايي په کابل کښې د طالبانو والي د حکومت مخالفان واجب القتل وبلل.
څه موده کیږي چې په اینټرنیټ پاڼو باندې په کابل کښې د طالبانو د حکومت د والي مولوي ندا محمد ندیم ویډیو خپره شوي ده چې پکښې وايي د طالبانو له نظام سره مخالفت حرام دی او د دغه حکومت مخالفان واجب القتل دي.
مولوي ندیم دغه راز وايي طالبان په افغانستان کښې د دغه ډلې د حکومت پرضد له مخالفو ځواکونو سره مقابله د ځان لپاره یوه فریضه ګڼي.
د کابل والي مولوي ندا محمد ندیم جوته کړه د دغو کسانو وژل تر هغه وخته پورې شرعي حکم دی چې د دوې جرړه نه وي ایستل شوي.
د افغانستان د طالبانو موقته حکومت تراوسه په رسمي ډول د کابل د والي مولوي ندا محمد ندیم دغه څرګندونې نه دي تائید کړي.
د طالبانو د دغه چارواکي دغه څرګندوې په داسې حال کښې مطرح شوي چې په وروستیو ورځو کښې د افغانستان په پنجشیر او بغلان ولایتونو کښې د طالبانو لخوا د ملکي وګړو د وژلو په هکله زیات راپورونه خپاره شوي دي.