طالبانو په قندهار کښې په ښځو نور محدودیتونه ولګول
شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان په قندهار ولایت کښې د طالبانو د موقته حکومت د امر به معروف و نهي از منکر ریاست په دغه ولایت کښې د خلکو لپاره نوي محدودیتونه رامینځته کړي دي.
په افغانستان کښې واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته د ښځو په شمول د خلکو لپاره یوشمیر محدودیتونه رامینځته شوي دي.
په قندهار ولایت کښې د طالبانو د حکومت د امر به معروف او نهي ازمنکر مشر« عبدالرحمان طیبي» پرون وویل ښځې له سړي پرته په ښار کښې له ګرځیدا ډډه وکړي.
هغه وویل په وادونو کښې او په ګاډو کښې د موسیقۍ غږول، د ږیرو خریل ، په سینګار ځایونو کښې د ویښتانو جوړول او د چیلم څکول ممنوع دي.
د افغانستان اکثره خلک د طالبانو د حکومت د محدودیتونو په لګولو خپه دي او تل د دغو محدودیتونو پرضد غونډې او مظاهرې ترسره کوي.
د ښځو د اساسي حقوقو تامینول، د انجلیو د ښوونځیو په کامل ډول پرانیستل، د نورو هیوادونو پرضد د افغانستان د خاورې نه استعمالیدل او په دغه هیواد کښې د پراخ بنسټه حکومت جوړول د طالبانو د حکومت په رسمیت د پيژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې وارمخکې شرطونه دي.