ننګرهارکې د درې ښوونځیو لپاره د ودانیو بنسټ ډبره کیښودل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i117332-ننګرهارکې_د_درې_ښوونځیو_لپاره_د_ودانیو_بنسټ_ډبره_کیښودل_شوه
د افغاسنتان د ختیځ په ننګرهار ولایت کښې د دریو ښوونځیو لپاره د ودانیو بنسټ ډبره کیښودل شوې ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 16, 2022 10:22 Asia/Kabul

د افغاسنتان د ختیځ په ننګرهار ولایت کښې د دریو ښوونځیو لپاره د ودانیو بنسټ ډبره کیښودل شوې ده

چارواکي وایي ددې ودانیو په جوړیدو سره به له زرو تنو زیاتو زده کوونکو د سرپناه ستونزه هواره شي.دننګرهار د پوهنې ریس مفتي حبیب حضرت حقاني وایي دیوې بهرنۍ مرستندویه ادارې په ۳۳۵ زره ډالرو مالي مرسته ددې ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند د شهید مولوي ریحان، حضرت عمر فاروق او ابوحنیفه د ښوونځیو لپاره د نویو ودانیو دبنسټ ډیره کیښودل شوه . دنوموړي پر وینا هره ودانۍ له شپږ درسي خوني، دوه پرمختللي تشنابونه او نورې اسانتیاوې ولري چې  چارې به یې به راتلونکو درې میاشتو کې تر سره او په جوړیدو سره به یې له زرو زیاتو زده کوونکو دسرپنا ستونزه هواره شي.  دننګرهار دپوهنې ریس مفتي حبیب حضرت حقاني له یادې مرستندویه ادارې څخه د مننې به څرګندولو سره پر نورو مرستندویه ادارو هم غږ وکړ چې د ودانیو جوړولو په برخه کې له پوهنې ریاست سره مرسته وکړي . دننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې ددرې بابه ښوونخیو لپاره د ودانیو جوړولو چارې داسې مهال پیلیږي چې د پوهنې ریاست دمعلوماتو له مخې په دې ولایت کې تر دوه سوه پنخوس بابو زیات ښوونځي  ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې اړ دي چې دسختې ګرمې او باد و باران پر مهال په خپلو کورونوکې پاتې شي