په پنجشیر ولایت کې د طالبان ویوه چورلکه نسکوره شوې ده
د طالبانو موقته حکومت او په پنجشیر ولایت کې ددغه حکومتي ځاي مسئولانو تر دې دمه ددغې ادعا په باب کوم غبرګون نه دی ښودلی ، له دې مخکې طالبانو حکومت تل ددغه حکومت دمخالفو وسلوالو کسانو حملې رد کړي دي .
زمونږ خبریلا د شفقنا خبری آژانس له قوله راپور راکړ ، د احمد مسعود په مشرۍ د افغانستان دملی مقاومتي جبهې ویندوي صبغت ا... احمدي پرون ناوخته پخپل ټولنیز چینل کې لیکلی دي ، ددغې جبهې ځواک پرون ماسپښین په پنجشیر ولایت کې د طالبانو یوه ایم آئي -۱۷ ډوله چورلکه نسکوره کړې ده .
احمدي مدعي شوی ، ددغې چورلکې څلور سوارلۍ هم د افغانستان ملی مقاومتي ځواک نیولي دي .
د طالبانو موقته حکومت او په پنجشیر ولایت کې ددغه حکومتي ځاي مسئولانو تر دې دمه ددغې ادعا په باب کوم غبرګون نه دی ښودلی ، له دې مخکې طالبانو حکومت تل ددغه حکومت دمخالفو وسلوالو کسانو حملې رد کړي دي .