په افغانستان کې دې ټولشموله حکومت جوړ شي
د انجونو د ښونځیو بشپړ پرانستل ، دمیرمنون د سیاسی حقوقو تامینیدا ، د نورو هیوادونو په ضد د افغانستان د خاورې نه استعمالیدل او په افغانستان کې د ټول شموله حکومت جوړیدا د طا لبانو دحکومت د په رسمیّت پيژندنې لپاره د نړیوالې ټولنې وارمخکې شرطونه دي .
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ ، په افغانستانت کې د ملګروملتو د مرستیالۍ د پلاوي (یوناما) مشر او د ملګروملتو د سرمنشي ځانګړي استازي ډبورا لاینز، دخپل ماموریت له ختمیدا سره په یووخت او له دغه هیواده له وتلو مخکې د افغانستان ولسی ته د خطاب په یوې اعلامیې کې ټینګار کړی ، په دغه هیواد کې د مخ په وړاندې د تلو یوازینۍ لاره ، دیوه ټولشموله حکومت د جوړیدا په خاطر سیاسی مشارکت دی .
لاینز وئيلي دي ، په افغانستان کې د طالبانو حکومت باید د میرمنو حقوق ، د رسندویو او د ټولشموله سیاسی نمایندګیو آزادي محدوده نه کړي .