ملګري ملتونه د افغانستان له حالاتو اندیښمن دي
د ملګرو ملتو د بشري حقوقو لوړه کمشنره وايي چې د افغانستان خلک په یو نسل کښې ترټولو تیَرې شیبې تجربه کوي
د ملګرو ملتو د بشري حقوقو لوړه کمشنره وايي چې د افغانستان خلک په یو نسل کښې ترټولو تیَرې شیبې تجربه کوي
د ملګرو ملتو د نیوز ویب سایټ د ننني خبر له مخې میشل باشله د بشري حقوقو شورا ته په یو رپورټ کښې وویل: د کلونو کلونو له نښتو او د تیر کال په آګست میاشت کښې د طالبانو له واکمنیدو راهیسې افغانستان په یو ژور اقتصادي، ټولنیز او د انساندوستانه او د بشري حقوقو په کړکیچ کښې ډوب شوی دی.
د بشري حقوقو لوړې کمشنرې هم داشان په داسې حال کښې د خپلو جوتو حقوقو په غوښتلو کښې د افغان میرمنو میړانه وستایله چې د طالبانو د ځپونکو قوانینو تر کړکیچنو حالاتو لاندې دي.
هغې د ملګرو ملتو د بشري حقوقو شورا ته په وړاندې کړي رپورټ کښې د طالبانو له خوا ښووڼځیو ته د جینکو په تګ باندې بندیز او د ښځو خلاف سختو قوانینو ته اشاره کړې ده.
د بشري حقوقو لوړې کمشنرې څرګنده کړه: دا څه چې نن سبا په افغانستان کښې وینو، د ښځو خلاف پخه شوې او سیسټماټیکه ځپنه ده. هغې هم داشان د افغانستان د ټولو خلکو په ژوند باندې د دغه هیواد اقتصادي او انساني کړکیچ خرابونکو اغیزو ته اشاره وکړه.
د روغتیا د نړیوال سازمان د وروستي رپورټ له مخې، په افغانستان کښې له پنځو کالو د کم عمر د ۳.۱۹ میلیونه ماشومانو په شمول ۱۸.۱ میلیون کسان روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.