په کابل کې پرله پسې څو چاودنو درست ښار ولړزاوۀ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i117402-په_کابل_کې_پرله_پسې_څو_چاودنو_درست_ښار_ولړزاوۀ
د کابل ښار د څلورمې امنیتی حوزې  په شاوخوا درم پروان سیمې کې  دغه چاودنې شوي  او دغه راز د خبر ترمخابیره کیدا پورې په سیمې کې تیت پرک ډزې هم روانې وې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 18, 2022 07:45 Asia/Kabul
  • په کابل کې پرله پسې څو چاودنو درست ښار ولړزاوۀ

د کابل ښار د څلورمې امنیتی حوزې  په شاوخوا درم پروان سیمې کې  دغه چاودنې شوي  او دغه راز د خبر ترمخابیره کیدا پورې په سیمې کې تیت پرک ډزې هم روانې وې .

زمونږخبریال راپورراکړ ، افغانستان په تیره بیا  د کابل ، کندوز او بلخ ولایونه په وروستیو میاشتو کې د داسې مرګونو چاودنو شاهدان دي چې له امله ئې په سلګونو عام کسان په تیره بیال  په لسګونو لمونځ ګوزار او زده کونکي  شهیدان او ټپیان شوي دي . ددغو یرغلونو پړه هم  داعش ترهه ګرې ډلې په غاړه اخستي  ده . په داسې حال کې چې پرون هم په کندوز کې  اهل تسنن په یوه جومات کې د جمعې لمانځه  د اداکولو په وخت په غیر انساني  او مرګوني چاودنې کې  په سلګونو لمونځ ګوزار شهیدان او ټپیان شوي دي.

راپورونه ښئ چې نن سهار هم د افغانستان پلازمینه کابل پرله پسې درو چاودنو ولړزاوۀ . 

راپور کې وئيل شوی دي ، د کابل ښار د څلورمې امنیتی حوزې  په شاوخوا درم پروان سیمې کې  دغه چاودنې شوي  او دغه راز د خبر ترمخابیره کیدا پورې په سیمې کې تیت پرک ډزې هم روانې وې .

 داهم وئيل شوي دي ، چې دې ځل دهندوانو  په عبادت  ځاي درمسال  باندې  دترهه ګرو شیشت برابرشوی دی .

البته ددغو چاودنو داحتمالی مرګ ژوبلو شمیر نه دی اعلانی شوی  او دطالبانو حکومت هم  منلې ده چې دې ځل د هندوانو په عبادت ځاي درمسال حمله شوې ده .  چې په اړه ئې پلټنې روانې دي .