ګاونډیان دې دمونږ (طالبانو)په رسمیّت پيژندنې کې مخکښ شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i117406-ګاونډیان_دې_دمونږ_(طالبانو)په_رسمیّت_پيژندنې_کې_مخکښ_شي
سهیل شاهین مدعي شوی  طالبانو ډله د په رسمیّت پيژندنې درست شرائط پوره کړي دي  او ددغې موضوع د پوره کیدا په بڼه کې  د طالبانو او د حکومت او د نورو هیوادونو ترمینځ د ملګرتیا زمینه  برابریږي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 18, 2022 09:18 Asia/Kabul
  • ګاونډیان دې دمونږ (طالبانو)په رسمیّت پيژندنې کې مخکښ شي

سهیل شاهین مدعي شوی  طالبانو ډله د په رسمیّت پيژندنې درست شرائط پوره کړي دي  او ددغې موضوع د پوره کیدا په بڼه کې  د طالبانو او د حکومت او د نورو هیوادونو ترمینځ د ملګرتیا زمینه  برابریږي

په قطر کې د طالبانو دحکومت د سیاسی دفتر لوړپوړی مسئول مقام سهیل شاهین  د سیمې  په تیره بیا له ګاونډیو هیوادونو وغوښتل ،د لودیځ  په تمه دې ونه ووسي ، او د طالبانو حکومت دې په رسمیّت وپيژني .

  سره له دې چې  کابو لس میاشتې کیږي ،  طالبانو ډلې  په افغانستان کې قدرت په لاس کې اخستی ، خو تر دې دمه یو هیواد هم په رسمي توګه د طالبان د او دوي حکومت په رسمیّت نه دی پيژندلی . نړیواله ټولنه  له طالبانوڅخه په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت دجوړیدا او په دغه هیواد کې د ډيمورکاسۍ د سسټماټیک کولو غوښته کړې څو دغه ډله د حکومت په توګه په رسمیّت وپيژني .

 ایرنا خبری آژانس د افغانستان د رسندویو له قوله راپور ورکړی ، سهیل شاهین مدعي شوی  طالبانو ډله د په رسمیّت پيژندنې درست شرائط پوره کړي دي  او ددغې موضوع د پوره کیدا په بڼه کې  د طالبانو او د حکومت او د نورو هیوادونو ترمینځ د ملګرتیا زمینه  برابریږي ، نو باید بله هیڅ یوه موضوع د طالبانو د په رسمیت پيژندنې  د لارې خنډ نشي ،ځکه  دهغه په وینا،په تیره بیا د ګاونډیو هیوادونو له خوا  دطالبانو په رسمیّت پيژندل  د ټولو په ګټه دي .

سهیل شاهین دغه راز په ډاګه کړې ، د طالبانو دحکومت په رسمیّت پيژندل د درست افغان ولس غوښته ده. دهغه په اند ، طالبانو  دافغانستان د ولس زیاتره غوښتنې پوره کړي دي او اوس دا پخپله افغان ولس دی  ، چې د نړیوالې ټولنې او د ګاونډیو هعیوادونو  له خوا په افغانستان  کې د طالبانو د دحکومت د په رسمیّت پيژندنې  غوښتنه وکړي .