په ایران کې دیره دافغان کډوالو دشمیرنې کارډونو نیټه تمدید شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i117416-په_ایران_کې_دیره_دافغان_کډوالو_دشمیرنې_کارډونو_نیټه_تمدید_شوه
د ایران دکورنیو چارو وزارت په اعلامیې کې راغلی دي په ایران کې د دیره افغانانو د شمیرنې  یا د آمایش کارډونو د اعتبار نیټه د وږي یا سنبلې د میاشتې تر یو دیرشمې پورې تمدید شوې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 18, 2022 10:31 Asia/Kabul
  • په ایران کې دیره دافغان کډوالو دشمیرنې کارډونو نیټه تمدید شوه

د ایران دکورنیو چارو وزارت په اعلامیې کې راغلی دي په ایران کې د دیره افغانانو د شمیرنې  یا د آمایش کارډونو د اعتبار نیټه د وږي یا سنبلې د میاشتې تر یو دیرشمې پورې تمدید شوې ده .

د ایران د کورنیو چارو وزارت ، دپولیسو اوا منیتی چارو دب رخې مرستیالۍ دیوې اعلامیې په خپرولو سره ، په ایران کې ددیره افغان کډوالو د شمیرنې د کارډونو د اعتیار نیټه  د وږي  یا سبنلې د میاشتې تر یو دیرشمې نیټې پورې د تمدیدیدا خبر ورکړ.

 زمونږخبریال د فارس خبری آژانس له قوله راپور راکړ،د ایران دکورنیو چارو وزارت په اعلامیې کې راغلی دي په ایران کې د دیره افغانانو د شمیرنې  یا د آمایش کارډونو د اعتبار نیټه د وږي یا سنبلې د میاشتې تر یو دیرشمې پورې تمدید شوې ده .

 په دغې اعلامیې کې دغبرګولې له یودیرشمې څخه د وږي یا سنبلې  دمیاشتې تر یو دیرشمې نیټې پورې  د نوو شمیرنو یا آمایش د طرحې پيلیدا ته په اشارې سره  وئيل شوي دي چې په ایران کې ددیره افغان ښاریزو د آمایش کارډونو نیټه  دسنبلې تر یودیرشمې نیټې پورې  تمدید شوې ده .

 ددغه راپور په اساس د آمایش کارډونو د اعتبار د نیټې له تمدیدولو څخه موخه ،د بیمې ، زده کړې ، بانکي خدماتو  او دغه شان  په نورو چارو او زمینو کې په ایران کې ددیره بهرنیو پناه غواړو ته په خدماتو کې د ځنډ د رامینځةکیدا مخه نیولل اعلان شوي دي .

له دې مخکې  هم د  ایران د خراسان جنوبی لوي څارنوال علی موحدي  وئيلي وو ، چې  افغان ښاریز باید د چنګاښ یا سرطان  دمیاشتې تر لومړیو پورې د  آمایش په طرحې کې نامې ثبت کړي .

 هغه همداراز خبرداری ورکړی ؤ چې  دغه کسان  که  خپلې نامې ثبت کړي ، نو په  هیواد کې به د مجاز ښاریز په توګه د پاتیکیدا حق ولري  او که داسې نه وي ،نو غیر قانوني ښاریز به وپيژندل شي .