امریکا په افغانستان کې پخپلې عمومي ناکامۍبرغولي کیښږدي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i117422-امریکا_په_افغانستان_کې_پخپلې_عمومي_ناکامۍبرغولي_کیښږدي
د امریکا پخواني خارجه وزیر مایک پمپئو  له العربیّه  سره په مرکې کې  د کرغیړن ټرمپ په حکومت کې ددغه هیواد دبهرني سیاست په باب ځیني ادعاګانې مطرح کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 18, 2022 10:52 Asia/Kabul
  • امریکا په افغانستان کې پخپلې عمومي ناکامۍبرغولي کیښږدي

د امریکا پخواني خارجه وزیر مایک پمپئو  له العربیّه  سره په مرکې کې  د کرغیړن ټرمپ په حکومت کې ددغه هیواد دبهرني سیاست په باب ځیني ادعاګانې مطرح کړي دي .

فارس خبری آژانس راپور  ورکړ ، د افغانستان په چارو کې د ایران دا سلامی جمهوریت  دولسمشر ځانګړي استازي کاظمي قمي  ووئيل ، واشنګټن  له افغانستانه رانیولې تر جنوبي امریکاپورې  په سیمو کې  پر خپلې ماتې د برغولی دکیښودلو لپاره په دروغو ځيني انځورونه وړاندې کوي .

 حسن کاظمي قمي ، په خپل ټولنیز پیغام کې د امریکا د پخواني خارجه وزیر مایک پمپئو  وروستیو څرګندونو په غبرګون کې لیکلي دي ، دروغ او د پیښو پټَوَل د امریکا د حکومت د ځانګړنې یوه برخه ده ، طبیعي ده  په هغه سسټم کې چې په کال کې  له پمپئو څخه  په ساتنې په میلیونونو ډالر ضائع کیږي ، ښکاره چارې پټيږي  او واشنګټن  له افغانستانه رانیولې تر جنوبی امریکاپورې  په سیمو کې  خپلې دروغجنې کارنامې  پر نورو باندې په تپونکو دروغو سره  انځوروي .

د امریکا پخواني خارجه وزیر مایک پمپئو  له العربیّه  سره په مرکې کې  د کرغیړن ټرمپ په حکومت کې ددغه هیواد دبهرني سیاست په باب ځیني ادعاګانې مطرح کړي دي .

 داپه داسې حال کې دي چې پمپئو  د امریکا او طالبانو ترمینځ د دوحې دموافقې یو اصلي بنسټګر ؤ چې د تیر حکومت د دړې وړې کیدا  او په افغانستان کې د طالبانو د قدرتمنیدا سبب شوی دی .