امریکا په افغانستان کې پخپلې عمومي ناکامۍبرغولي کیښږدي
د امریکا پخواني خارجه وزیر مایک پمپئو له العربیّه سره په مرکې کې د کرغیړن ټرمپ په حکومت کې ددغه هیواد دبهرني سیاست په باب ځیني ادعاګانې مطرح کړي دي .
فارس خبری آژانس راپور ورکړ ، د افغانستان په چارو کې د ایران دا سلامی جمهوریت دولسمشر ځانګړي استازي کاظمي قمي ووئيل ، واشنګټن له افغانستانه رانیولې تر جنوبي امریکاپورې په سیمو کې پر خپلې ماتې د برغولی دکیښودلو لپاره په دروغو ځيني انځورونه وړاندې کوي .
حسن کاظمي قمي ، په خپل ټولنیز پیغام کې د امریکا د پخواني خارجه وزیر مایک پمپئو وروستیو څرګندونو په غبرګون کې لیکلي دي ، دروغ او د پیښو پټَوَل د امریکا د حکومت د ځانګړنې یوه برخه ده ، طبیعي ده په هغه سسټم کې چې په کال کې له پمپئو څخه په ساتنې په میلیونونو ډالر ضائع کیږي ، ښکاره چارې پټيږي او واشنګټن له افغانستانه رانیولې تر جنوبی امریکاپورې په سیمو کې خپلې دروغجنې کارنامې پر نورو باندې په تپونکو دروغو سره انځوروي .
د امریکا پخواني خارجه وزیر مایک پمپئو له العربیّه سره په مرکې کې د کرغیړن ټرمپ په حکومت کې ددغه هیواد دبهرني سیاست په باب ځیني ادعاګانې مطرح کړي دي .
داپه داسې حال کې دي چې پمپئو د امریکا او طالبانو ترمینځ د دوحې دموافقې یو اصلي بنسټګر ؤ چې د تیر حکومت د دړې وړې کیدا او په افغانستان کې د طالبانو د قدرتمنیدا سبب شوی دی .