د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته د طالبانو د حکومت امیدوار نظر
په قطر کې د طالبانو د حکومت د سیاسی دفتر لوړپوړي مسئول مقام د سیمې له هیوادونو په تیره بیا د افغانستان له ګاونډیانو وغوښتل ،څو دلویدیځ په تمه دې ونه ووسي او د طالبانو حکومت دې په رسمیّت وپيژني .
سهیل شاهین مدعي شوی ، په داسې حال کې چې طالبانوډله د په رسمیّت پیژندنې درست شرائط لري او ددغې موضوع د پوره کیدا په بڼه کې د نورو هیوادونو او د طالبانو د حکومت ترمینځ دملګرتیا زمینه برابریږي ، نو باید هیڅ یوه موضوع د طالبانو د په رسمیّت پيژندنې د لارې خنډ نشي ، ځکه چې دهغه په وینا،په تیره بیا د ګاونډیو هیوادونو له خوا د طالبانو په رسمیّت پيژندنه د ټولو په ګټه ده .
سهیل شاهین دغه راز وئيلي دي ،د طالبانو په رسمیّت پيژندل د افغانستان د درستو خلکو غوښته ده . دهغه په اند، طالبانو د افغانستان د ولس زیاتره غوښتنې پوره کړي دي او اوس دا پخپله د افغانستان ولس دی چې له نړیوالې ټولنې ا و د ګاونډیو هیوادونو له خوا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د په رسمیّت پيژندنې غوښته کوي .
په افغانستان کې د نوي حاکمیّت په توګه د طالبانو په رسمیّت پيژندنې لپاره د لویدیځي هیوادونو له خوا د دغې ډلې دحکومت غوښتنه ،له بې ځوابه پاتیکیدا وروسته،سبب شوې ده،څو دې ځل طالبان د ګاونډیوهیوادونو لمن ته لاس واچوي څو دوي دغه ډله په رسمیّت وپيژني،او د طالبانو حکومت چې له تیر اوړي راهسې ئې په افغانستان کې قدرت بیا ترلاسه کړی دی،په تیرو لسو میاشتو کې ددغې ډلې د حاکمیّت د په رسمیّت پيژندنې په اړه د نړیوالې ټولنې د قانع کولو لپاره ئې هلي ځلې له بندون سره مخامخ شوي دي .
طالبان چې په کابو تیرو دوو لسیزو کې ئې په افغانستان کې د قدرت د ترلاسه کولو لپاره جنګ جګړې کړي دي،هیڅکله ئې دا خیال نه کاوه،چې په افغانستان کې لوړ قدرت باندې په بدلیدا سره ، په دغه هیواد کې د دوي د حاکمیّت د رسمي پیژندنې لپاره د نړیوالې ټولنې د نه ګروهنې په نامې سره له یوه مشکل سره مخامخ شي .
په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د نړیوالې ټولنې د نه ملګرتیا له امله چیلنجونه، که په دغه هیواد کې په شل کلن جنګ کې د بریالیتوب د مشکلاتو په اندازه نه وي ، نو ترې کم هم نه دي ، او د مګړئ دغه ډله د خپلې بقاء او د حکومت د دوام لپاره ، دنورو هیوادونو له خوا په افغانستان کې د خپل حاکمیّت د په رسمیّت پيژندنې ته ډيره اړتیا لري .
د بهرني نیواک او دداخلی جنګونو په څولسیزو کې دافغانستان د بیخ بینائيو د زیاترې برخې نابودیدا، کډوالي ، او د تعلیمیافته کسانو بیرته نه ستنیدا او د ټولنې د اړتیاؤ د تامینیدا لپاره داړتیاوړ صنائعو نه شتون سبب شوی څو دغه هیوادلازیات، دمختلفو شیانو په تیره بیا دخوراکي موادو او درملو واردولو او همداراز نړیوالو مرستو ته محتاج شي .
بهرنیو مرستو سره د افغانستان د کلنۍ بودجې دکابو اویا فی صدي برخې اړوندوالی، نه یوازې په خارج ددغه هیواد دتکیې د اندازې یوازې یوه برخه ده ،چې دغې موضوع دطالبانو حکومت ډير زیات ګرفتار کړی دی .
په داسې شرائطو کې چې د امریکا په وسیله د افغانستان د مرکزي بانک کابو لس میلیارډډالري شتمنۍ کنګل شوي دي او نړیوالې هم له دغه هیواد سره د مرستو د زیاتره برخې په غوڅولو سره ، له طالبانو سره د ملګرتیا او تعامل کړکئ بنده ساتلې ده ، دغه ډله د افغانستان د چارو داداره کولو لپاره یوې داسې سختې او ترینګلي مرحلې ته وارده شوې ده چې سوکه سوکه په افغانستان کې بې ثباتي او اړۍ ګړئ زیاتولی شي .
د طالبانو حکومت په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو،د ډیموکراسۍد اصولو د رعایتولو او د شخصي او ټولنیزو حقوقو او آزادیو ته د احترام لپاره د نړیوالې ټولنې غوښتې ته دبې پامۍ په دلیل،د طالبانو د حاکمیّت در سمي پيژندنې لپاره د لویدیځي هیوادونو له منفي ځواب سره مخامخ شوی دی او ددغوشرائطودوام ددغې ډلې لپاره خطره رامینځةکونکي دي .
دطالبانو حکومت اوس د امید سترګې ،د افغانستان ګاونډیو هیوادنو ته نیولی دي څو دوي ددغې ډلې د رسمیّت پيژندنې په لاره کې مخکښ شي او دا اقدام د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ دکړکیو په پرانیستو سره د طالبانو د مشکلاتو لږترلږه برخه حل کړي .