د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته د طالبانو د حکومت امیدوار نظر
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i117462-د_افغانستان_ګاونډیو_هیوادونو_ته_د_طالبانو_د_حکومت_امیدوار_نظر
په قطر کې د طالبانو د حکومت د سیاسی دفتر لوړپوړي مسئول مقام د سیمې له هیوادونو په تیره بیا د افغانستان له ګاونډیانو وغوښتل ،څو دلویدیځ په تمه دې ونه ووسي او د طالبانو حکومت دې په رسمیّت وپيژني .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 19, 2022 10:30 Asia/Kabul
  •  د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته د طالبانو د حکومت  امیدوار نظر

په قطر کې د طالبانو د حکومت د سیاسی دفتر لوړپوړي مسئول مقام د سیمې له هیوادونو په تیره بیا د افغانستان له ګاونډیانو وغوښتل ،څو دلویدیځ په تمه دې ونه ووسي او د طالبانو حکومت دې په رسمیّت وپيژني .

سهیل شاهین مدعي شوی ، په داسې حال کې چې  طالبانوډله د په رسمیّت پیژندنې درست شرائط لري  او  ددغې موضوع د پوره کیدا په بڼه کې د نورو هیوادونو او د طالبانو د حکومت  ترمینځ دملګرتیا زمینه برابریږي ، نو باید  هیڅ یوه موضوع  د طالبانو د په رسمیّت پيژندنې د لارې خنډ نشي ، ځکه چې دهغه په وینا،په تیره بیا د ګاونډیو هیوادونو له خوا د طالبانو په رسمیّت پيژندنه د ټولو په ګټه ده .

سهیل شاهین دغه راز وئيلي دي ،د طالبانو په رسمیّت پيژندل  د افغانستان د درستو خلکو غوښته ده . دهغه په اند، طالبانو د افغانستان د ولس زیاتره غوښتنې پوره کړي دي  او اوس دا پخپله د افغانستان  ولس دی چې  له نړیوالې ټولنې ا و د ګاونډیو هیوادونو له خوا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د  په رسمیّت پيژندنې غوښته  کوي .

په افغانستان کې د نوي حاکمیّت په توګه د طالبانو   په رسمیّت پيژندنې لپاره د لویدیځي هیوادونو  له خوا د دغې ډلې دحکومت  غوښتنه ،له بې ځوابه پاتیکیدا وروسته،سبب شوې ده،څو دې ځل طالبان د ګاونډیوهیوادونو لمن ته لاس واچوي څو دوي دغه ډله په رسمیّت وپيژني،او د طالبانو حکومت  چې    له تیر اوړي راهسې ئې  په افغانستان کې قدرت بیا ترلاسه کړی دی،په تیرو لسو میاشتو کې ددغې ډلې د حاکمیّت  د په رسمیّت پيژندنې په اړه د نړیوالې ټولنې د قانع کولو لپاره ئې هلي ځلې له بندون سره مخامخ شوي دي .

طالبان چې په کابو تیرو دوو لسیزو کې ئې په افغانستان کې د قدرت د ترلاسه کولو لپاره جنګ جګړې کړي دي،هیڅکله  ئې دا خیال نه کاوه،چې په افغانستان کې لوړ قدرت باندې په بدلیدا سره ، په دغه هیواد کې د دوي د  حاکمیّت  د رسمي پیژندنې لپاره د نړیوالې ټولنې د نه ګروهنې په نامې سره له یوه مشکل سره مخامخ شي .

په افغانستان کې  د طالبانو له حکومت سره د نړیوالې ټولنې د نه ملګرتیا له امله  چیلنجونه، که په دغه هیواد کې په شل کلن جنګ کې  د بریالیتوب  د مشکلاتو په اندازه  نه وي ، نو ترې کم هم نه دي ، او د مګړئ دغه ډله د خپلې بقاء او د حکومت د دوام لپاره ، دنورو هیوادونو له خوا په افغانستان کې د خپل حاکمیّت د په رسمیّت پيژندنې ته ډيره اړتیا لري .

د بهرني نیواک او دداخلی جنګونو په څولسیزو کې  دافغانستان د بیخ بینائيو د زیاترې برخې نابودیدا، کډوالي ،  او د تعلیمیافته کسانو بیرته نه ستنیدا او د ټولنې د اړتیاؤ د تامینیدا لپاره  داړتیاوړ صنائعو نه شتون سبب شوی څو دغه هیوادلازیات،  دمختلفو شیانو په تیره بیا  دخوراکي موادو او درملو   واردولو او همداراز  نړیوالو مرستو ته محتاج شي .

 بهرنیو مرستو سره د افغانستان د کلنۍ بودجې دکابو اویا فی صدي برخې اړوندوالی، نه یوازې په خارج ددغه  هیواد دتکیې  د اندازې  یوازې یوه برخه  ده ،چې دغې موضوع  دطالبانو حکومت ډير زیات ګرفتار کړی دی .  

په داسې شرائطو کې  چې  د امریکا په وسیله د افغانستان  د مرکزي بانک کابو لس میلیارډډالري شتمنۍ کنګل  شوي دي  او نړیوالې  هم له دغه هیواد سره د مرستو د زیاتره برخې په غوڅولو سره ،  له طالبانو سره د ملګرتیا او تعامل کړکئ بنده ساتلې ده ،  دغه ډله  د افغانستان د چارو داداره کولو لپاره  یوې داسې سختې او ترینګلي مرحلې ته  وارده شوې ده  چې سوکه سوکه  په افغانستان کې  بې ثباتي او اړۍ ګړئ زیاتولی شي .

 د طالبانو حکومت په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو،د ډیموکراسۍد اصولو د رعایتولو او د شخصي او ټولنیزو حقوقو او آزادیو ته د احترام لپاره د نړیوالې ټولنې غوښتې ته دبې پامۍ په دلیل،د طالبانو د حاکمیّت در سمي پيژندنې لپاره د لویدیځي هیوادونو له منفي ځواب سره  مخامخ شوی دی او ددغوشرائطودوام ددغې ډلې لپاره خطره رامینځةکونکي  دي .

دطالبانو حکومت اوس  د امید سترګې ،د افغانستان ګاونډیو هیوادنو ته نیولی دي څو دوي  ددغې ډلې د  رسمیّت پيژندنې  په لاره کې  مخکښ شي  او دا اقدام د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ دکړکیو په پرانیستو سره د طالبانو د مشکلاتو لږترلږه برخه  حل  کړي .