چین:
د امریکا جګړو یوازې له افغانستانه ۱۱ میلیونه کسان کډوال کړي دي
په افغانستان کښې د امریکا د جګړو له امله میلیونونه وګړي بېځایه شوي او زیانمن شوي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په تازه څرګندونو کې ویلي چې د ستمبر د یوولسمې له پېښې وروسته د امریکا د اقداماتو له امله له ۴۰ تر ۶۰ میلیونه وګړي بېځایه شوي دي.
د ده په خبره امریکا د یادې پېښې د عاملینو د نیولو په پلمه په ګڼو سیمو کې جګړې او نښتې پيل کړې دي چې له امله یې میلیونونه وګړي کډه په سر شوي دي. چین وایي چې د امریکا جګړو یوازې په افغانستان کې یوولس میلیونه کسان کډوالۍ ته اړ کړل.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: د یوولس میلیونه کډوالو تر څنګ په افغانستان کې د امریکا جګړې نور میلیونونه کسان هم زیانمن کړل، اقتصادي وضعیت یې ترینګلی کړ او د ملکیانو پر وړاندې د دوي د جګړو له امله ستر بشري ضد جنایتونه هم ترسره شول.