افغانستان کښې سیلاب د خلکو پنځه سوه کورونه ویجاړ کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i117592-افغانستان_کښې_سیلاب_د_خلکو_پنځه_سوه_کورونه_ویجاړ_کړل
په افغانستان کښې د سیلاب له امله ۱۰ تنه مړه شوي او ۵۰۰ کورونه وران شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 22, 2022 10:05 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې سیلاب د خلکو پنځه سوه کورونه ویجاړ کړل

په افغانستان کښې د سیلاب له امله ۱۰ تنه مړه شوي او ۵۰۰ کورونه وران شوي دي.

د فارس خبري آژانس د رپورټ له مخې په پيښو باندې د غور په چارو کښې د طالبانو د موقته حکومت مرستیال وزیر مولوي شرف الدین مسلم وویل چې د هیواد په اتو ولایتونو کښې د سیلاب په راتلو سره لږترلږه ۱۰ تنه مړه شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د سیلاب له امله هم داشان ۵۰۰ کورونه او لسګونه کیلومیټره لوې لارې هم ویجاړې شوي دي:

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په وروستي سیلاب کښې همداشان ۳ زره او ۵۰۰ هیکټاره کرهڼیزه ځمکه هم اوبو لاندې کړې او زرګونه څاروي مړه شوي دي.

د طالبانو دغه چارواکي وویل چې له سیلاب ځپلو سره ابتدايي مرستې شوې دي.

له دې مخکښې په فاریاب او بدخشان ولایتونو کښې سرچینو د سیلاب د راوتلو په وجه خلکو ته د ستر تاوان رسیدو خبر ورکړی و.