د طالبانو مشر له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i117610-د_طالبانو_مشر_له_نړیوالې_ټولنې_د_مرستې_غوښتنه_وکړه
د افغانستان د طالبانو مشر په دغه هیواد کښې له سختې زلزلې وروسته له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه کړې ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 23, 2022 00:26 Asia/Kabul
  • د طالبانو مشر له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه

د افغانستان د طالبانو مشر په دغه هیواد کښې له سختې زلزلې وروسته له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه کړې ده

ملا هیبت ا... اخوندزاده پرون په افغانستان کښې د سختې زلزلې او له امله یې د سر او مال له پراخ تاوان وروسته له نړیوالې ټولنې او انساندوستانه سازمانونو څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

د ویلو ده چې وړمه شپه د افغانستان په خوست او پکتیکا ولایتونو کښې د ۶.۱ ریکټرو سختې زلزلې له امله له زرو زیات کسان مړه شوي او سلګونه نور زخمي شوي دي او هم داشان یې په پراخه پیمانه کورونه ویجاړ کړي دي.

د دغې زلزلې مرکز له خوست ښار څخه ۴۴ کیلومیټره لرې، د ځمکې په ۵۱ کیلومیټره ژوروالي کښې و.