له ایرانه کابو اته سوه افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شول
کابو یوه اونۍ مخکې هم د افغانستان د نیمروز ولایت د اطلاعاتو اوفرهنګ ریاست له ایرانه هره ورځ د کابو زرو افغانانو د بیرته ستنیدا خبر ورکړی ؤ .
د افغانستان دطالبانو د حکومت د کډوالو د چارو زوارت پرون په یوې اعلامیې کې ووئيل ، په تیرو دوو ورځو کې کابو زر افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي ، او دمرستو دترلاسه کولو لپاره دملګروملتو د کډوالو د چارو ادارې ته ورمعرفي شول .
دایران اسلامی جمهوریت په تیرو څلورو لسیزو کې دافغانستان دخلکو په کوربتوب کې هیڅ کمښت نه دی راوستی او دکابو پنځه میلیون افغان کډوالو کوربه دی ، همداراز پاکستان هم کابو درې میلیون افغان کډوال لري.
زمونږ خبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ،د طالبانود کډوالو د چارو د وزارت داحصایو په اساس په بیرته ستانه شوو افغانانو کې کابو اوه نیم سوه کسان پخپلې خوښې له ایرانه د هرات داسلام کلا له لارې خپل هیواد افغانستان ته وارد شوي دي
د وئيلو ده چې کابو یوه اونۍ مخکې هم د افغانستان د نیمروز ولایت د اطلاعاتو اوفرهنګ ریاست له ایرانه هره ورځ د کابو زرو افغانانو د بیرته ستنیدا خبر ورکړی ؤ .
طالبان باوري دی په افغانستان کې امنیت تامین شوی او افغان کډوال خپل وطن ته بیرته ګرځيدلی شي .