له ایرانه کابو اته سوه افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i117780-له_ایرانه_کابو_اته_سوه_افغان_کډوال_خپل_هیواد_ته_ستانه_شول
کابو یوه اونۍ مخکې هم د  افغانستان د نیمروز  ولایت د اطلاعاتو اوفرهنګ  ریاست  له ایرانه   هره ورځ د کابو زرو افغانانو د بیرته ستنیدا خبر ورکړی ؤ .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 27, 2022 00:32 Asia/Kabul
  • له ایرانه کابو اته سوه افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شول

کابو یوه اونۍ مخکې هم د  افغانستان د نیمروز  ولایت د اطلاعاتو اوفرهنګ  ریاست  له ایرانه   هره ورځ د کابو زرو افغانانو د بیرته ستنیدا خبر ورکړی ؤ .

 

 د افغانستان دطالبانو د حکومت د کډوالو د  چارو زوارت  پرون په یوې اعلامیې کې ووئيل ، په تیرو دوو ورځو کې  کابو زر افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي ، او  دمرستو دترلاسه کولو لپاره  دملګروملتو د کډوالو د چارو ادارې ته ورمعرفي شول .

 دایران اسلامی جمهوریت  په تیرو څلورو لسیزو کې    دافغانستان  دخلکو په کوربتوب کې  هیڅ  کمښت نه دی راوستی  او دکابو  پنځه میلیون افغان کډوالو کوربه دی ، همداراز پاکستان هم  کابو درې میلیون افغان کډوال لري.

 زمونږ خبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ،د طالبانود کډوالو د  چارو د وزارت  داحصایو په اساس  په بیرته ستانه شوو افغانانو کې  کابو  اوه نیم سوه  کسان پخپلې خوښې  له ایرانه د  هرات داسلام کلا له لارې  خپل هیواد افغانستان ته  وارد شوي دي

 د وئيلو ده چې  کابو یوه اونۍ مخکې هم د  افغانستان د نیمروز  ولایت د اطلاعاتو اوفرهنګ  ریاست  له ایرانه   هره ورځ د کابو زرو افغانانو د بیرته ستنیدا خبر ورکړی ؤ .

طالبان باوري دی په افغانستان کې امنیت تامین شوی  او افغان کډوال  خپل وطن ته بیرته ګرځيدلی شي .