له افغان زلزله ځپلو سره د اسلامی ایران مرسته نه هیریدونکی ده
د ایران اسلامی جمهوریت د افغانستان له زلزله ځپلو سره دخپلو لومړنیو مرستو څلور جوپې او بیا درې جلاجلا نوره جوپې د افغانستان خوست او پکتیکا ولایتونو زلزله ځپلو ته لیږدولي دي .په دغو مرستو کې خیمې ،کمبلې ، قالي ، خوراکي مواد او درمل اوروغتیائي شیان شامل وو ، چې په دغو دوو ولایتونو کې پرزلزله ځپلو ویشل شوي دي
زمونږ خبریال راپور راکړ، د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر په اعلامیې کې راغلي دي ،حامد کرزي په افغانستان کې د اسلامی ایران له مرستیال سفیر سره په کتنې کې د افغانستان د خوست او پکتیکا ولایتونو له زلزله ځپلو سره د ایران دانسان دوستۍ د مرستو قدرونه اوستاینه وکړه او وې وئيل ، دایران دغه انسان دوستانه مرستې به دغمځپلو افغانانو له زړونو هیڅکله هم هیرې نه شي .
همداراز په دغې کتنې کې دافغانستان او سیمې پر وروستیو بدلونونو هم بحث او د نظر تبادله وشوه اودافغانستان له زلزله ځپلو کورنیو سره همدردي هم ښودل شوي ده .