طالبانو د انجلیو د ښوونځیو د پرانیستل کیدا ادعا وکړه
ایرنا خبري اژانس د طلوع ټیلي ويژن په قول راپور ورکړ د افغانستان د طالبانو د حکومت یوه لوړرتبه غړي ادعا وکړه: د دغه ډلې مشر هیبت الله اخوند زاده د انجلیو د ښوونځیو له بیرته پرانیستل کیدا سره مخالف نه دی.
په کابل کښې د دیني عالمانو په نوم د غونډې له ترسره کیدا دوه اوونۍ وروسته د طالبانو د حکومت د علماو د شورا مشر فقیر الله فایق د انجلیو د ښوونځیو د بیرته نه ستنیدا دلیل د هغوې د درس د کلاسونو جلا کول وبلل او ویې ویل د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخوند زاده د انجلیو د ښوونځیو له بیرته پرانیستل کیدا سره هیڅ مخالفت نلري.
فقیر الله فایق وویل زمونږ ټول وزیران او مشران باوري دي او انشالله نن یا سبا به د افغانستان د انجلیو ښوونځي له سره پرانیستل شي.
طالبان د انجلیو د ښوونځیو له پرانیستل کیدا سره مخالفت کوي او د افغانستان ښځینه زده کوونکو له نړیوالې ټولنې غوښتي دي چې د ښوونځیو د بیرته پرانیستل کیدا په زمینه کښې اقدام وکړي.