بلخاب کښې د ماشومانو حالت ډیر خواشینونکی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118542-بلخاب_کښې_د_ماشومانو_حالت_ډیر_خواشینونکی_دی
د افغانستان په سرپل ولایت کښې ماشومان د کډوالۍ او بې ځایه کیدو په وجه له ډیرو بدو حالاتو سره مخامخ دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 16, 2022 12:10 Asia/Kabul
  • بلخاب کښې د ماشومانو حالت ډیر خواشینونکی دی

د افغانستان په سرپل ولایت کښې ماشومان د کډوالۍ او بې ځایه کیدو په وجه له ډیرو بدو حالاتو سره مخامخ دي

طالبانو کابو درې اونۍ مخکښې د بامیان ولایت د اطلاعاتو د ادارې د پخواني مشر مولوي مهدي له پلویانو سره د جنګیدو په موخه په بلخان ولسوالۍ حمله وکړه او د ښار او د خواوشا کلیو خلک د خپل ژوند د ژغورنې لپاره په غرونو ته وتښتیدل.

د شفقنا خبري آژانس د خبر له مخې د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کښې هغه ماشومان چې تراوسه د خواوشا په غرونو کښې آواره دي، له خوارځواکۍ سره مخامخ دي او امیندوارې میرمنې په بدو حالاتو کښې په غرونو کښې بچي وزیږوي.

د ایران اسلامي جمهوریت څو ورځې مخکښې د بلخاب د خلکو لپاره انساني مرستې ولیږلې خو ځايي سرچینو په سیمه کښې انساني حالات خراب بللي او د لایاتو انساني مرستو د ورلیږلو غوښتنه یې کړې ده.

دغو سرچینو د لوږې، تندې، د درملو د نشتوالي او درملیزو امکاناتو د نشتون په وجه د لسګونو ماشومانو د مړینې خبر ورکړی او هم داشان وايي چې سلګونه نور ماشومان هم د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.

تیره اونۍ د ملګرو ملتو د ماشومانو صندوق (یونیسف) هم په بلخاب کښې د ماشومانو بدل حالت تایید کړی و.

د ملګرو ملتو د انساني مرستو د غږملتیا دفتر (اوچا) د بلخاب په وروستیو پیښو کښې د بې کوره شویو کسانو شمیر ۲۷ زره تنه اعلان کړی دی.