ننګرهارکې د سیمه ییزو رسنیو تر منځ  دکرکت سیالۍ پای ته ورسیدې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118548-ننګرهارکې_د_سیمه_ییزو_رسنیو_تر_منځ_دکرکت_سیالۍ_پای_ته_ورسیدې
په دې سیالیو کې چې خواوشاه پنځلس ورځې یې دوام وکړ دیوولسو سیمه ییزو رسنیو لوبډلو برخه اخیستې وه
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jul 16, 2022 23:41 Asia/Kabul

په دې سیالیو کې چې خواوشاه پنځلس ورځې یې دوام وکړ دیوولسو سیمه ییزو رسنیو لوبډلو برخه اخیستې وه

زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ ، دافغانستان په ننګرهار ولایت کې د سیمه ییزو رسنیو د ټولنې مشر او د پوهنتون استاذ پوهنمل شفیق الله رحمانی وایي ددې سیالیو له ترسره کیدو یې موخه درسنوالو تر منځ لا ښه همغږي رامنځته کول او په ورزشي ډګر کې دهغوې د وړتیاو لوړول و.شفیق الله رحمانی وویل په راتلونکې کې به هم درسنوالو دذهني سکون او وړتیا لوړونې په موخه ورته سیالۍ ترسره کړي ، دسیمه یزو رسنیو د ټولنې مشر له ټولو رسنوالو چې په دې سیالیو کې برخه اخیستې وه دمننې څرګندولو تر څنګ وویل دا ډول لوبی دکرکټ ادارې ته هم دوړ لوبغاړو په موندلو کې مرسته کولای شي.

په دې اړه نور تفصیل زمونږ دخبریال  له خولې آوروو.

 

Image Caption

 

Image Caption

 

Image Caption

 

Image Caption