حامد کرزي او عبدالله د ښوونځیو د پرانیستل کیدا غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118570
طلوع خبري اژانس وايي د افغانستان پخواني ولسمشر کرزي او د ملي روغې جوړې د لوړې شورا پخواني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د انجلیو د ښوونځیو د پرانیستل کیدا غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 17, 2022 10:41 Asia/Kabul
  • حامد کرزي او عبدالله د ښوونځیو د پرانیستل کیدا غوښتنه وکړه

طلوع خبري اژانس وايي د افغانستان پخواني ولسمشر کرزي او د ملي روغې جوړې د لوړې شورا پخواني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د انجلیو د ښوونځیو د پرانیستل کیدا غوښتنه وکړه.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي روغې جوړې د لوړې شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله او د افغانستان په چارو کښې د ملګروملتونو د  ځانګړي استازي مرستیال مارکوس پوټزل پرون د انجلیو د ښوونځیو د بیرته پرانیستل کیدا په هکله په ګډو اندیښنو او لیدتوګو غور او د نظر تبادله وکړه.

حامد کرزي او عبدالله عبدالله دغه راز ټینګار وکړ چې په افغانستان کښې د باثباته او د بادوامه سولې د تضمین لپاره یوازنۍ لاره زده کړه او تعلیم دی.

طالبانو ډلې چې د تیر میلادي کال د اګست په پینځلسمه نیټه واک ته رسیدلي ده ژمنه کړي وه چې د تیر پړاو په پرتله چې له نولس سوه شپږنویم میلادي کال څخه یې تر دوه زره لومړي میلادي کال پورې واک په لاس کښې درلود د ښځو د حقوقو او د بشري حقوقو د رعایتولو په هکله نرم چلند وکړي.

خو د افغانستان اکثره خلک او نړیواله ټولنه باوري ده طالبانو سوکه سوکه د افغانستان د خلکو په تیره بیا د ښځو حقوق محدود کړي دي  او ښوونځیو ته د انجلیو او د ښځو د ورتلو مخه یې نیولي ده او اجازه نه ورکوي چې ښځې په حکومتي ادارو کښې کارونه وکړي.