طالبانو په پنجشیر کښې یوه ښځه ووژله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118622-طالبانو_په_پنجشیر_کښې_یوه_ښځه_ووژله
د افغانستان په پنجشیر ولایت کښې ځايي سرچینې وايي چې طالب وسله والو په دغه ولایت کښې یوه میرمنه په ډزو وژلې ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 18, 2022 03:15 Asia/Kabul
  • طالبانو په پنجشیر کښې یوه ښځه ووژله

د افغانستان په پنجشیر ولایت کښې ځايي سرچینې وايي چې طالب وسله والو په دغه ولایت کښې یوه میرمنه په ډزو وژلې ده

د افغانستان شفقنا خبري آژانس د پنجشیر ولایت د سیمه ایزو سرچینو په حواله وايي چې د دغه ولایت په آبشار ولسوالۍ کښې د طالبانو یو ټوپکوال هغه میرمنه ویشتې او وژلې ده چې خپل میړه ته یې ډوډۍ وړله.

طالبانو دغه میرمنه په دې تور وژلې چې ګني هغې د (مقاومت د جهبې) غړو ته ډوډۍ وړله.

په عین حال کې رپورټونه وايي چې د طالبانو د حکومت ځواکونه او د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې ځواکونه د پنجشیر په شتل ولسوالۍ کښې یوځل بیا سره نښتي دي. د دغو نښتو د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه تراوسه کور رپورټ نه دی ترلاسه شوی خو درې ورځې مخکښې په شویو نښتو کښې ۱۳ طالبان وژل شوي وو.