د افغانستان طالبانو په ملګروملتونو نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118730-د_افغانستان_طالبانو_په_ملګروملتونو_نیوکه_وکړه
ایرنا خبري اژانس د اوا خبري اژانس په قول راپور ورکړی د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کښې د بشري حقوقو د حالت په هکله د ملګروملتونو د استازندویه دفتر راپور د افغانستان د ټولنې د عیني حقیقتونو په اپوټه بللی دی او هغه یې رد کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 21, 2022 00:13 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبانو په ملګروملتونو نیوکه وکړه

ایرنا خبري اژانس د اوا خبري اژانس په قول راپور ورکړی د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کښې د بشري حقوقو د حالت په هکله د ملګروملتونو د استازندویه دفتر راپور د افغانستان د ټولنې د عیني حقیقتونو په اپوټه بللی دی او هغه یې رد کړ.

په افغانستان کښې د ملګروملتونو استازندویه دفتر یوناما پرون په یوه راپور کښې د  طالبانو د ځواکونو لخوا د هیواد د خلکو په خپله سره نیونې او وژلو باندې د اندیښنې په څرګندولو سره د طالبانو د حکومت لخوا د زده کړې او د کار په هکله د بشري حقوقو په تیره بیا د ښځو د حقوقو په خلاف ورزۍ نیوکه وکړه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کښې د خلکو د خپل سره نیونې او د وژلو د تور په ردولو سره وویل که چیرې څوک خپل سره اقدامات وکړي یا خلک ووژني نو مجرم بلل کیږي او شرعي چلند به ورسره وشي.

له دې مخکې هم یوناما په افغانستان کښې د بشري حقوقو په تیره بیا د ښځو د حقوقو په حالت اندیښنه څرګنده کړي وه خو طالبانو تل دغه خبره رد کړي ده.

ملګري ملتونه وايي چې طالبان په افغانستان کښې خلک نیسي او بیا یې وژني.