د افغانستان په پنجشیر کې طالبانو په لسګونو کسان نیولي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118754-د_افغانستان_په_پنجشیر_کې_طالبانو_په_لسګونو_کسان_نیولي
طالب ځواکونو په پیل کې دغه کسان سخت وهلي ډبولي  او بیا ئې نامعلوم ځاي ته منتقل کړي دي .دا هم وئيل شوي چې دغه عام خلک دي او له هیڅ یوې ډلې سره  تړاؤ نه لري . 
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 21, 2022 07:31 Asia/Kabul
  • د افغانستان په پنجشیر کې طالبانو په لسګونو کسان نیولي

طالب ځواکونو په پیل کې دغه کسان سخت وهلي ډبولي  او بیا ئې نامعلوم ځاي ته منتقل کړي دي .دا هم وئيل شوي چې دغه عام خلک دي او له هیڅ یوې ډلې سره  تړاؤ نه لري . 

زمونږخبریال د شفقنا خبری اژ انس له قوله راپور راکړ طالب ځواکونو  د افغانستان  د پنجشیر  ولایت   د عنابه ولسوالۍ له شوفه کلي کابو شپږ دیرش عام خلک  د ملی مقاومت له جبهې سره  د ملګرتیا په تورونو  نیول شوي دي.

په راپور کې وئيل شوي دي ،طالب ځواکونو په پیل کې دغه کسان سخت وهلي ډبولي  او بیا ئې نامعلوم ځاي ته منتقل کړي دي .دا هم وئيل شوي چې دغه عام خلک دي او له هیڅ یوې ډلې سره  تړاؤ نه لري . 

د طالبانو له چُپتیا سره سره،راپورونه په وروستیو شپو ورځو کې د پنجشیر ولایت په ځينو نورو ولسوالیو کې هم د  پراخو نیونو خبرونه ورکوي .

پنجشیر  تر ټولو وروستی ولایت ؤ چې  په افغانستان کې  د طالبانو قدرت ته له رسیدا وروسته  ئې نیولی دی.دغه شمالی ولایت هماغه شان د ملی مقاومت جبهې د فعالیتونو مرکز ګڼل کیږي او د طالبانو د موقته حکومت سره د مخالفتونو او اعتراضونو مرکز دی .