قندهار کښې هم سیلاب راغلی دی
Jul 28, 2022 10:59 Asia/Kabul
-
فایل فوټو
د افغانستان په قندهار ولایت کښې د سر او مال تاوان اړولی دی
له سویلي ولایت قندهاره ځايي سرچینې وايي چې بیګا د دغه ولایت په ځینو سیمو کښې د راوتلو سیلال له امله یوه مور سره خپلو پنځو اولادونو مړه شوې ده.
په دغه ولایت کښې سیلاب خلکو ته ډیر مالي تاوان هم رسولی دی.
له بلې خوا د دایکندي ولایت د امنیتي قومندانۍ ویاند غلام علي جاوید پرون وویل چې د یاد ولایت په مختلفو سیمو کښې د سیلاب له امله پر سخت مالي تاوان سربیره، یو تن هم مړ شوی دی.
د افغانستان په مختلفو سیمو کښې نن سبا سختو بارانونو او له امله یې راوتلو سیلابونو د خلکو ژوند سخت کړی دی.
ټیګونه