د امریکا الوتکې د کابل ښار په څو سیمو بمبارې کړي دي
ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان د حکومت یوه پخواني چارواکي رحمت الله نبیل وویل د امریکا د پوځ بې پایلوټه الوتکې په کابل ښار کښې په څو سیمو بمباري کړي دي.
د افغانستان د دغه پخواني چارواکي دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې پرون سهار په کابل کښې د یوې زورورې چاودنې غږ واوریدل شو او ځايي خلکو دغه چاودنه د کابل د وزیر اکبر خان په شمالي سیمې باندې یوه توغندوي حمله وبلله.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل وویل د امریکا بې پایلوټه الوتکه پرون سهار د کابل په فضا کښې ولیدل شوه او دغه الوتکې د کابل ښار په څو سیمو حملې کړي دي.
هغه ادعا وکړه چې د قطر د موافقې پراساس امریکا د داعش ډلې د ځپلو په زمینه کښې له طالبانو سره مرسته کوي.
رحمت الله نبیل وویل د سرزورو کسانو په پناه ځاې باندې د افغانستان د بدلیدا خطر جدي دی ځکه چې طالبان د هیواد د اداره کولو توان نلري.
هغه خبرداری ورکړ که چیرې طالبان د خلکو ملاتړ ونکړي نو دوام به ونکړي.