په افغانستان کې بانکي محدودیّتونه د انساني بحران لامل شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i119390-په_افغانستان_کې_بانکي_محدودیّتونه_د_انساني_بحران_لامل_شوي_دي
د بشری حقوقو د فعالانو په وینا،افغانستان دنغدو پيسو له سخت کمښت سره مخ دی،پر دې اساس د انسان دوستۍ ادارې اوخصوصي بانکونه یوازې په ډيرو زیاتو محدودیتونو کې  په دغه هیواد کې فعالیتونه کولی شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 05, 2022 11:41 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې بانکي محدودیّتونه د انساني بحران لامل شوي دي

د بشری حقوقو د فعالانو په وینا،افغانستان دنغدو پيسو له سخت کمښت سره مخ دی،پر دې اساس د انسان دوستۍ ادارې اوخصوصي بانکونه یوازې په ډيرو زیاتو محدودیتونو کې  په دغه هیواد کې فعالیتونه کولی شي.

زمونږخبریال راپور راکړ،د ملګروملتو دبشری حقوقو دفاعي ادارې نن په یوې اعلامیې کې وئيلي دي د افغانستان د بانکي محدودیّتونو دختمولو په باب یوې موافقې ته اړتیا ده څو ددغه هیواد ولس له یوې انساني غمیزې وژغورل شي.

امریکا د تیرکال په اګست میاشت کې له افغانستانه په وتلو پسې ،د افغانستان په بایکاټولو سره په دغه هیواد کې د طالبانو د واک دترلاسه کولو پشمول په ځینو چټي پلمو سره ددغه هیواد کابو لس میلیارد ډالري شتمنۍ کنګل او مصادره کړي دي.همدغه موضوع د افغانستان د  مشکلاتو، ګرانۍ او بې وځلئ د زیاتیدا لامل شوې ده.

په آسیا کې د بشری حقوقو د ادارې کارپيژاند جان سیفټن په یولړ څرګندونو کې ووئيل،د افغانستان  د ولس لپاره دروغتیا او لوږې ژور بحران د بانکي بحرانونو  له امله دی. 

امریکااو دهغې متحدانو هم د طالبانو په ضد بندیزونه لګولي دي چې عام خلک ددغو بندیزونو له امله دباؤنه زغمي.

د بشری حقوقو د فعالانو په وینا،افغانستان دنغدو پيسو له سخت کمښت سره مخ دی،پر دې اساس د انسان دوستۍ ادارې اوخصوصي بانکونه یوازې په ډيرو زیاتو محدودیتونو کې  په دغه هیواد کې فعالیتونه کولی شي.