د انجونو دښونځیو د پرانیستوپه اړه جدي یوو
وئيل کیږي،ددغه شان ادعاګانو له تکراریدا موخه،په افغانستان کې د انجونو دښونځیو د تړل کیدا په باب د اعتراضونو کمیدا ده.
زمونږخبریال د صدای افغان خبري آژانس له قوله راپور راکړ،په قطر کې د طالبانو دحکومت سیاسی ویندوي نعیم وردک پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلي دي،دانجونو د ښونځیویا مکتبونو تړل کیدا یو مذهبی اړخ درلود او دهیواد په داخل کې دعالمانو موافقې ته اړتیا لري . وردک زیاته کړې ده، ددغې موافقې په باب کار روان دی څو تړل شوي مکتبونه زرترزره پرانیزو.
طالبانو په افغانستان کې د تیر کال په اګست کې قدرت ته له رسیدا وروسته ژمنه کړې وه د یولړ بدلونونو وروسته به ډیر زر د انجونو تړل شوي ښونځي پرانیزي او دغه راز به د ښځو د حقوقو په باب هم زر فیصله وکړي ، خو له یوه کال تیریدا سره سره تر دې دمه نه دانجونو ښونځي پرانیستل شوي دي او نه هم په ادارو کې دښځو د کار کولو په باب کومه فیصله شوې ده،چې دا دنړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو دحکومت د په رسمیّت پيژندنې په اړه یوه جدي غوښته هم ده.
داپه داسې حال کې دي چې څو ورځې مخکې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم وئيلي ووپه افغانستان کې د انجونو دمکتبونو دتړل کیدا عامل په داخل کې نه دی،بلکې پاکستان په دغې چارې کې ګوتې وهي او دغه هیواد یو باسواده ،برمختللی اوقدرتمند افغانتسان نه غواړي .