ایران تل دافغانستان پشمول د ګاونډیانو خیال ساتلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i119578-ایران_تل_دافغانستان_پشمول_د_ګاونډیانو_خیال_ساتلی_دی
د ایران اسلامی جمهوریت تل  دافغانستان دیوه  مهم ګاونډي هیواد په توګه په مختلفو زمینو کې ددغه هیواد دو لس ملاتړی دی او دواړه هیوادونه ښې  او غوره اړیکې لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 10, 2022 09:33 Asia/Kabul
  •  ایران تل دافغانستان پشمول د ګاونډیانو خیال ساتلی دی

د ایران اسلامی جمهوریت تل  دافغانستان دیوه  مهم ګاونډي هیواد په توګه په مختلفو زمینو کې ددغه هیواد دو لس ملاتړی دی او دواړه هیوادونه ښې  او غوره اړیکې لري.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی په کابل کې د ایران له  سفیرسره په کتنې کې په مختلفو زمینو کې د دواړو هیوادونو ترمینځ  د  دوو اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

د ایران اسلامی جمهوریت تل  دافغانستان دیوه  مهم ګاونډي هیواد په توګه په مختلفو زمینو کې ددغه هیواد دو لس ملاتړی دی او دواړه هیوادونه ښې  او غوره اړیکې لري.

حامد کرزي پرون ناوخته  په کابل کې دایران له سفیر بهادر امینیان سره په کتنې کې  ایران یو ښه او له تاریخي او غوره اړیکو برخمن  ګاونډی  وبالۀ.

حامد کرزي او امینیان  په دغو لیدوکاتو کې  د ایران او  افغانستان ترمینځ  د اقتصادي او تجارتي اړیکو پشمول ددواړو هیوادونو او سیمې د بدلونونو او همداراز  د هغو افغانانو  په مشکلاتو دغور او حل کولو په اړه چې په تیر یوه کال کې ئې ایران ته مهاجرت کړی دی،خبرې اترې او دنظر تبادله وکړه.