لویدیځي کلتور په افغانستان کې هیڅ ځاي نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120152-لویدیځي_کلتور_په_افغانستان_کې_هیڅ_ځاي_نه_لري
 د طالبانو دغه چارواکي فکس نیوز سره په خبرو کې هم وئيلي دي ،د طالبانو حکومت هیڅکله هم د انجونو له زده کړو سره مخاف نه دی او تعلیم د درستو انسانانو لپاره یو نړیوال حق ګڼي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 26, 2022 09:48 Asia/Kabul
  • لویدیځي کلتور په افغانستان کې هیڅ ځاي نه لري

 د طالبانو دغه چارواکي فکس نیوز سره په خبرو کې هم وئيلي دي ،د طالبانو حکومت هیڅکله هم د انجونو له زده کړو سره مخاف نه دی او تعلیم د درستو انسانانو لپاره یو نړیوال حق ګڼي.

 د قطر په دوحې کې دطالبانو دسیاسی دفتر مشر سهیل شاهین  په یولړ څرګندونو کې  ووئيل ،افغانستان  له اروپائي هیوادونو سره  د پرتلې وړ نه دی  او  خپل خاص اسلامی کلتور او اخلاقیات  لري .

سهیل شاهین  ددې خبرې په کولو سره چې طالبان د انجونو له زده کړې سره هیڅ  مخالفت نه لري، ووئيل؛ د اسلامی قوانینو او د ټولنې داخلاقیاتو د پلي کولو لپاره  وخت ته اړتیا لرو څو وتوانیږو موجود درست مشکلات  حل  کړائ شو.

 د طالبانو دغه چارواکي فکس نیوز سره په خبرو کې هم وئيلي دي ،د طالبانو حکومت هیڅکله هم د انجونو له زده کړو سره مخاف نه دی او تعلیم د درستو انسانانو لپاره یو نړیوال حق ګڼي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر مشر  همداراز ووئيل، د طالبانو سیاست مشخص دی او هیڅ یوې ډلې ټپلې ته به د بل هیواد په ضد دافغانستان له خاورې د استفادې اجازت ورنکړي .