د افغانستان طالبانو د پاکستان غوښتنه رد کړه
شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو حکومت د ډبرو په سکرو باندې د ګمرک یعني د مالیاتو د کمولو لپاره د پاکستان غوښتنه رد کړه.
په تورخم سرحدي لاره کښې د پاکستان او د افغانستان د چارواکو او د تاجرانو په غونډه کښې د پاکستان لوري د طالبانو لخوا د ډبرو په سکرو باندې د ګمرک یا کسټم د عوارضو او مالیاتو د کمیدا غوښتنه وکړه خو طالبانو دغه غوښتنه ونه منله.
د پاکستان د حکومت او د طالبانو د موقته حکومت ترمینځ د لاسلیک شوي موافقې پراساس د افغانستان د ډبرو سکره پاکستان ته صادریږي.
د ډبرو سکره د بریښنا د تولیدولو لپاره د پاکستان د بریښنا کوټونو د سونګ اصلي سرچینه ده.
د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل پرون د ډبرو د سکرو د ګمرک یا مالیاتو د کمولو لپاره د پاکستان د چارواکو او د تاجرانو غوښتنې ته په غبرګون کښې وویل دغه بیه مناسبه ده او کمه به نشي.
پاکستان تل د ګازو د تیلو او د بریښنا له کمښت او دغه راز د سونګو ، انرژۍ د بیو له زیاتیدا او په پراخ ډول د بریښنا له غوڅیدا سره مخامخ دی او دغه چاره د هیواد د خلکو د سختو اعتراضونو او په ځینو وختونو کښې د مظاهرو سبب ګرځیدلي ده.