داعش ترهګرې ډلې د کابل چاودنه پرغاړه اخیستي ده
ایرنا خبري اژانس وايي داعش ترهګرې ډلې په کابل کښې د روسیې په سفارت باندې د پرون ورځې د ترهګرۍ حملې مسوولیت پرغاړه واخیست.
د روسیې ریانوستي خبري اژانس وویل پرون مازیګر په کابل کښې د روسیې سفارت ته نږدې په ځان وژونکي حملې کښې له پینځلسو تر شلو کسانو پورې مړه او ژوبل شوي دي.
د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پسکوف وویل کریملین ماڼۍ په کابل کښې د روسیې سفارت ته نږدې ترهګره حمله په کلکه غندي او دغه چاره د نه منلو وړ ده.
د افغانستان په بیلابیلو سیمو کښې ترهګرې بم چاودنې او حملې د دې ښودنه کوي چې د طالبانو د موقته حکومت د ادعا په اپوټه دغه ډله تراوسه نه ده توانیدلي چې په افغانستان کښې ضروري امنیت ټینګ کړي.
په افغانستان کښې له تیرو څو میاشتو او اونیو راهسې د کابل د مزارشریف او قندوز په شمول بیلابیلو سیمو کښې ترهګرې بم چاودنې او حملې روانې دي چې له کبله یې تراوسه په سلګونو بې ګناه خلک مړه او ژوبل شوي دي.
د اکثرو بم چاودنې ذمه واریانې هم داعش وهابي صهیونیسټي تکفیري ترهګرې ډلې پرغاړه اخیستي دي.
امریکا ، بریتانیا ، سعودي عربستان او نورو اروپايي او عربو هیوادونو د داعش ډلې ډير غړي له سوریې ، عراق ، تاجیکستان، ازبکستان او د مرکزي اسیا له نورو هیوادونو څخه افغانستان ته انتقال کړي دي چې هلته حملې او تاوتریخوالی زیات کړي.