طالبانو د روسیې حکومت ته تسلیت ویلی دی
ریانووستي خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیې کښې هیله وکړه چې په کابل کښې د روسیې سفارت ته نږدې ترهګره بم چاودنه له ماسکو سره د طالبانو د حکومت په اړیکو منفي اغیز ونکړي.
د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت خارجه وزارت په یوې خبر پاڼه کښې په کابل کښې د ماسکو د سفارت مخ ته په بم چاودنې کښې د روسیې د سفارت د دوو کارکونکو له وژل کیدا وروسته روسیې ته د تسلیت د ویلو په ترڅ کښې وویل له روسیې سره اړیکې د طالبانو لپاره ډیرې مهمې دي.
د طالبانو خارجه وزارت په دغه بیانیې کښې وویل امنیتي ځواکونه به په افغانستان کښې د خارجي هیوادونو د سفارتونو پرضد د هر ډول احتمالي ګواښ د مخنیوي لپاره ضروري تدبیرونه غوره کړي.
د روسیې د باندنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم وویل ماسکو هیله من دی چې په کابل کښې د ماسکو سفارت ته نږدې د ترهګرې حملې عاملان په چټکې سره وپیژندل شي.
په افغانستان کښې د ملګروملتونو د نمایندګۍ دفتر هم د کابل ترهګره بم چاودنه وغندله.