افغانستان د بارداره ښځو لپاره تر ټولو بد هیواد دی
شفقنا خبري اژانس وايي په افغانستان کښې د ملګروملتونو د نفوسو د صندوق (UNFPA) مشر دغه هیواد د ښځو په تیره بیا په نړۍ کښې د امیندواره میرمنو لپاره تر ټولو بد هیواد وباله.
افغانستان همدا اوس له اقتصادي او انساني کړکیچ سره مخامخ دی او د امریکا د عسکرو په شل کاله نیواکګرۍ کښې د افغانستان روغتیايي او اقتصادي بیخ بنایانې له مینځه تللي دي.
په افغانستان کښې د ملګروملتونو د نفوسو د صندوق مشر السکاندر بودیروزا وویل واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته د افغانستان د روغتیا سیسټم دړې وړی شوی او د ډاکټرانو او د نرسانو په شمول د مغزونو په تښتیدا سره په هیواد کښې د روغتیا د خدمتونو وړاندې کول له چیلنج سره مخ شوي چې د بارداره ښځو لپاره خطر دی.
حاضردمه د افغانستان د اکثرو حکومتي ادارو ښځینه کارکونکي په کور ناستې دي او له شپږم ټولګې څخه د بره ټولګیو د ښوونځیو زده کونکي هم له زده کړې او تحصیل څخه محرومه دي.