کابل کښې د ایران سفارت زیارتوالو ته ویزې ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120788-کابل_کښې_د_ایران_سفارت_زیارتوالو_ته_ویزې_ورکوي
زمونږ خبریال وايي په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت وویل د ځمکې له سرحدونو د افغانستان د زیارتوالو د منلو په هکله د عراق د حکومت د موافقې په بڼه کښې زیارتوالو به ته د دوه ځله د راتلو یعني ورود ویزې ورکړل شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 09, 2022 00:13 Asia/Kabul
  • کابل کښې د ایران سفارت زیارتوالو ته ویزې ورکوي

زمونږ خبریال وايي په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت وویل د ځمکې له سرحدونو د افغانستان د زیارتوالو د منلو په هکله د عراق د حکومت د موافقې په بڼه کښې زیارتوالو به ته د دوه ځله د راتلو یعني ورود ویزې ورکړل شي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي پرون د حسیني اربعین د زوارانو په حالاتو د باندې د غور لپاره په دې زمینه کښې د عراق له مسوولانو سره غږملتیا وکړه او د عراق د کورنیو چارو له وزیر سره یې په بغدا کښې کتنه وکړه.

وحیدي د ایران د ځمکې له سرحدونو د نورو هیوادونو د حسیني اربعین د زیارتوالو د تګ راتګ د  مشکل د حل کولو لپاره د عراق له لوري سره سلامشورو ته په اشارې سره وویل د عراق حکومت ومنله  د هغو اجازت لیکونو پراساس چې له ایران څخه صادریږي د ایران د سرحدونو له لارې د زیارتوالو تګ راتګ ترسره کیږي.

په همدې لړ کښې په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت پرون وویل د ځمکې د سرحدونو له لارې د افغانستان د زیارتوالو د منلو په هکله د عراق د حکومت د چمتووالي په اعلانولو سره به په تر ټولو لنډ ممکنه وخت کښې د زیارتوالو لپاره د  دوه ځله د راتلو په وړتیا سره زیارتي ویزې صادرې شي.

په افغانستان کښې د ایران د سفارت په اطلاعیې کښې ویل شوي دي د حسیني اربعین په لاریون کښې د ګډون لپاره  عراق ته د سفر لپاره د افغانستان د ښاریزو زیاتې غوښتنې ته په پام سره د ایران اسلامي جمهوریت له ډیر مخکې څخه له افغانستان سره خپل سرحدونه تجهیز کړي او په سرحدونو کښې د تګ راتګ او د حرکت کولو لپاره یې ضروري اسانتیاوې برابرې کړي دي.

دا په داسې حال کښې ده چې د عراق د کورنیو چارو د وزیر سلاکار ویلي دي چې عراق د حسیني اربعین د زیارت لپاره له شلمچې سرحد څخه د افغانستان او د پاکستان د زیارتوالو له ورتلو سره موافقت کړی دی.