افغانستان کښې ۱.۲ میلیونه ماشومانو ته د شري واکسین ولګیدل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i121124-افغانستان_کښې_۱.۲_میلیونه_ماشومانو_ته_د_شري_واکسین_ولګیدل
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي، تېره اونۍ په افغانستان کې له ۱.۲ میلیونه ډېرو ماشومان ته د شري ناروغۍ واکسین تطبیق شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 17, 2022 00:24 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې ۱.۲ میلیونه ماشومانو ته د شري واکسین ولګیدل

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي، تېره اونۍ په افغانستان کې له ۱.۲ میلیونه ډېرو ماشومان ته د شري ناروغۍ واکسین تطبیق شوی دی.

 د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي چې تېره اونۍ د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې له پنځو کلونو کم عمره له يو ميليون او ۲۰۰ زره (۱۲ لاکو) ډېرو ماشومانو ته د شري ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې واکسين وهل شوي دي.

دغه کمپاین د روغتیا د نړیوال سازمان په مرسته او ملګرتیا ترسره شوی ترڅو په افغانستان کې د يادې ناروغۍ په مخنيوي کې مرسته وکړي.

د يادونې وړ ده چې د روغتیا نړیوال سازمان له خوا د زمري په ۱۹ مه، په يو خپور شوي راپور کې راغلي وو چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د شري ناروغۍ پېښو له کمېدو سره سره د دې ناروغۍ نږدې ۶۵ زره پېښې ثبت شوې دي.