په لس هاؤ لرغوني آثار د هرات میوزیم ته ورکړې شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i121280-په_لس_هاؤ_لرغوني_آثار_د_هرات_میوزیم_ته_ورکړې_شول
د افغانستان یو ښاریز لسګونه تاریخي او لرغوني آثار د هرات لرغونکوټ ته ډالۍ کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 21, 2022 06:37 Asia/Kabul
  • په لس هاؤ لرغوني آثار د هرات میوزیم ته ورکړې شول

د افغانستان یو ښاریز لسګونه تاریخي او لرغوني آثار د هرات لرغونکوټ ته ډالۍ کړل.

د آوا خبري آژانس د خبر له مخې د هرات میوزیم پرون ویلي چې د لرغونو آثارو یو پلورونکي د ګورکانیانو پړاؤ پورې اړونده ۳۷۰ تاریخي او لرغوني آثار دغه لرغونکوټ ته ډالۍ کړې دي.

د هرات د عتیقو او لرغونو آثارو د پلورونکو مشر حاج محمد عمر په دې هکله وویل چې د لرغونو آثارو دغه ارزښتناکه ټولګه په تیرو کلونو کښې له پلورونکو او یا له عامه خلکو څخه راغونډه کړې شوې ده.

د هرات میوزیم مشر عبدالجبار نورزي هم وویل: غوره ده چې خلک لرغوني او ارزښتناک آثار میوزیمونو ته وسپاري ترڅو په صحیح توګه یې ساتنه وشي.

د ویلو ده چې د هرات لرغونکوټ په ۹۸ کاله لرغونوالي او درې زره مهمو تاریخي آثارو په لرلو سره، د افغانستان د کلتوري میراث یوه برخه د عامه خلکو نندارۍ ته وړاندې کوي.