د پاکستان مشران دې د افغانستان په ضدله منفي پروپيګنډو لاس واخلي
حامد کرزي ووئيل کلونه کلونه کیږي،چې افغانستان دترهه ګرۍ یو اصلی قرباني دی او دغه راز ټول پوهیږي چې له کلونو راهسې د ترهه ګرو ډلو ټپلو ځالې په کوم هیواد کې دي او حکومت ورڅخه په مستقیم ډول ملاتړ کوي.
تسنیم خبری آژانس رابور راکړ، دافغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په وروستیو څرګندونو په سختو نیوکو سره چې وئيلی ئې دي، دافغانستان له خاورې دترهه ګرو ډلو دګواښ په باب له نړیوالې ټولنې سره دمونږ اندیښنه مشترکه ده ،ووئیل،له کلونو راهیسې ترهګرې ډلې په پاکستان کې مېشتې دي.
حامد کرزي د افغانستان په ضد دپاکستان د لومړي وزیر د ورستیو څرګندونو په غبرګون کې ووئیل ، د اسلام اباد حکومت دې د افغانستان په ضد له منفي پروپيګنډو لاس واخلي او دښو اړیکو د ټينګولو لپاره دې هڅه وکړي. حامد کرزي په عین حال کې ووئيل کلونه کلونه کیږي ، چې افغانستان دترهه ګرۍ یو اصلی قرباني دی او دغه راز ټول پوهیږي چې له کلونو راهسې د ترهه ګرو ډلو ټپلو ځالې په کوم هیواد کې دي او حکومت ورڅخه په مستقیم ډول ملاتړ کوي.