د افغانستان میرمنو په کابل کښې مظاهرې وکړې
شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان میرمنو د شیعه مسلمانانو او د هزار قوم د غړیو د وژلې د بندیدا لپاره د پلازمینې کابل په لویدیځ کښې مظاهرې وکړې.
د افغانستان یوشمیر ښځینه فعالانو او زده کونکو پرون د کابل په دشت برچي سیمه کښې په مظاهرو سره د عدالت غوښتنې او د هزاره مسلمانانو پرضد د ترهګرو هدفمنو حملو د ختمیدا غوښتنه وکړه.
دغه راپور وايي چې د طالبانو حکومتي عسکرو د کابل په دشت برچي کښې په مظاهره چیانو باندې ډزې وکړې او هغوې په کوتکو ووهل.
دغه راز د افغانستان له بیلابیلو مدني ټولنو څخه جوړې کاري ډلې پرون وویل ملګري ملتونه باید د تحقیق یو نړیوال کمیسیون جوړ کړي چې د شیعه مسلمانانو او د هزاره قوم د غړیو د نسل وژنې په رسمیت د پیژندلو لپاره اساسي ګامونه پورته شي.
په تیرې جمعې ورځ د کابل په لویدیځ کښې په دشت برچي شیعه میشته سیمه کښې د «کاج »په نوم د زده کړې په مرکز کښې د امتحان په وخت ترهګرې بم چاودنې کښې تراوسه نهه څلویښت کسان وژل شوي او څه د پاسه څلوراتیا کسان ژوبل شوي چې زیاتره پکښې نجونۍ وې.
له تیر کال راهسې د افغانستان د پلازمینې کابل په شیعه میشته سیمو کښې ترهګرو په جوماتونو او د ښوونځیو ډیرې حملې کړي دي چې له کبله یې په سلګونو کسان وژل شوي او زرګونو نور ژوبل شوي هم دي.
د افغانستان د امنیتي حالاتو د کنټرولولو په کله د طالبانو له ادعا سره سره د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې ترهګرې حملې هماغه راز روانې دي.