داعش پر افغان ښاریزو حملې په په لومړیتوب کې راوستي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i121902-داعش_پر_افغان_ښاریزو_حملې_په_په_لومړیتوب_کې_راوستي_دي
مولوي امیر خان متقي ټينګار کړی ،نړۍ باید په افغانستان کې  موجود واقعیّتونه درک کړي او دهغو په اساس له طالبانو سره  تعامل ته دوام ورکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 05, 2022 08:29 Asia/Kabul
  • داعش پر افغان ښاریزو حملې په په لومړیتوب کې راوستي دي

مولوي امیر خان متقي ټينګار کړی ،نړۍ باید په افغانستان کې  موجود واقعیّتونه درک کړي او دهغو په اساس له طالبانو سره  تعامل ته دوام ورکړي.

د افغانستان د طالبانود  خارجه وزارت سرپرست وائي داعش ډلې په افغانستان کې له ماتې وروسته اوس پر ښاریزو حملې خپل  لومړیتوب ګرځولی دی.

زمونږخبریال له کابله راپور راکړ، د افغانستان د طالبانو  خارجه وزیر امیر خان متقي  پرون ناوخته د  افغانستان لپاره د اروپائي اتحادئې له ځانګړي استازي توماس نیکلسن سره په کتنې کې ووئيل ، داعش  او په افغانستان کې دوي ته ورته نورو ډلو  دناکامۍ او بې وسۍ په دلیل  په بې دفاع خلکو حملې کوي. مولوي امیر خان متقي ټينګار کړی ،نړۍ باید په افغانستان کې  موجود واقعیّتونه درک کړي او دهغو په اساس له طالبانو سره  تعامل ته دوام ورکړي.

 توماس نیکلسن هم په دغې کتنې کې   دکابل ښار په لویدیځ کې په کاج ښونیز مرکز باندې حمله محکومه کړه او دا ئې پر درستو افغانانو حمله  وبلله.

 د اروپائي اتحادئې ځانګړي استازي د افغانستان د ولس په ضد  اعمال شوو بندیزونو ته په اشارې سره روښانه کړه ، افغانان باید په ډله ایز ډول سزا نشي،ځکه  دغه اقدام سولې او له ناکراریو سره مبارزې ته  او لاس ته راوړنو ته تاوان رسوي.