افغان عالمان: وحدت دافغانستان د ټولنې فوري اړتیا ده
د وحدت د اونۍ له پیلیدو سره هممهاله دیني عالمانو او کارپوهانو د اسلامي امت ترمینځ وحدت او یووالی د ستونزو د هواري او د دښمنانو د دسیسو سره د مقابلې لپاره د افغانستان ستره اړتیا وبلله
د آوا خبري آژانس د خبر له مخې د اسلام د ګرانقدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د نیکمرغه میلاد او د وحدت د اونۍ د پیلیدو په مناسبت د افغانستان دیني علماؤ په دغه هیواد کښې د موجودو ننګونو وجه د وحدت نشتوالی وباله او ټینګار یې وکړ چې د دغو چیلنجونو یوازنۍ حل لاره د شیعه او سني په شمول د مسلمانانو یوموټې کیدل دي.
د پوهنتون استاد او دیني عالم مولوي لطف الله حق پرست وویل: د اسلام ګرانقدره پیغمبر په اسلامي ټولنه کښې د یووالي او ورورولۍ بنیادي چورلیز وباله او ویې ویل: د خاتم الانبیاء علیه السلام د ژوند ترټولو مهم اصل د اسلامي امت وحدت او یووالی و.
مولوي حق پرست وویل: اوس هم مسلمانانو ته پکار دي چې د رسول الله مبارک له سیرت څخه په مثال اخیستلو سره په قرآن او د پيغمبر په احادیثو راغونډ شي او د وحدت په رسۍ منګولې ولګوي ترڅو له دغو اوسنیو بندونونو خلاصون ومومي.
هغه دې ټکي ته په اشارې سره چې د اسلام دښمنانو تل هڅه کړې ده چې مسلمانان له یووالي، وحدت او ورورولۍ لرې کړي، د افغانستان په ټولنې او په نورو اسلامي ټولنو کښې ستره ننګونه، د مسلمانانو ترمینځ د وحدت نشتوالی وباله.
مشهور عالمِ دین او د پوهنتون استاد مولوي لطف الله حق پرست د اسلام متنونو، سنت او قرآن ته رجوع نه کول، د اسلام د دښمنانو د لاسونو شتون، په لویدیځ پورې د اسلامي نړۍ د ځینو مشرانو پيئلتیا او جهالت د اسلامي امت د وحدت د مخې ډیرې سترې ننګونې وبللې.