د افغانستان نوي فیصدي خلک کافي خواړۀ نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i122244-د_افغانستان_نوي_فیصدي_خلک_کافي_خواړۀ_نه_لري
په افغانستان کې د ملګروملتو د انسان دوستۍ د مرستو غږملونکي ادارې (اوجا)په دغه  هیواد کې د خوراکي موادو دکمښت په باب خبرداری ورکړ.
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Oct 13, 2022 12:11 Asia/Kabul
  • د افغانستان نوي فیصدي خلک کافي خواړۀ نه لري

په افغانستان کې د ملګروملتو د انسان دوستۍ د مرستو غږملونکي ادارې (اوجا)په دغه  هیواد کې د خوراکي موادو دکمښت په باب خبرداری ورکړ.

د افغانستان شفقناخبری آژانس  راپور ورکړ،په افغانستان کې دملګروملتو د انسان دوستۍ دمرستو غږملونکي ادارې(اوجا) پرون ناوخته  په دغه هیواد کې د بې وځلۍ د زیاتیدا په باب په خبرداري ورکولو سره  په یوې اعلامیې کې ووئيل، د افغانستان نوي فیصدي خلک دمګړئ کافی خواړۀ نه لري.

 ددغه راپور په اساس،د افغانستان زیاتره خلک  دانسان دوستۍ مرستو ته جدي اړتیا لري. په افغانستان کې د امریکا او دهغې دمتحدانو  پوځي شتون او له امله ئې څو لسیزې جنګونه ، ددغه هیواد د اقتصادي او روغتیائي بیخ بینائیو  دنابودۍ لامل شوي دي. په دغو شرائطو کې امریکا  د ۲۰۲۱کال د اګست په وروستیو کې  له افغانستانه  له بې شرمه وتلو وروسته  او په دغه هیواد کې د طالبانو قدرت ته په بیرته رسیدا پسې  په چټي پلمو سره ، د افغانستان د خلکو  کابو لس میلیارډ ډالري شتمنۍ کنګل او مصادره کړې او پر دغه هیواد ئې بندیزونه ولګول چې  دافغانانو وضعیّت ئې له ترینګلی کړی دی.

په عین حال کې دخوړو نړیوال پروګرام(ډبلیو ایف پی) پرون هم وئيلي، چې  په افغانستان کې لوږه  په داسې حال کې په زیاتیدا ده چې ژمی راروان دی او  خلک ورته هیڅ لازم چمتووالی نه لري.